د پنجشېر استیناف څارنوالۍ رئيس معرفي شو

Hussain_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۹:۴۹
ago

د پنجشېر استیناف څارنوالۍ نوی رئیس علیم جان علیم د لویې څارنوالۍ ارشد سلاکار څارنپوه نورحبیب جلال، سیمه ییزو چارواکو، علماوو او د یاد ولایت قومي مشرانو له خوا د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر درېیمه د یو پروګرام په لړ کې معرفي شو.

څارنپوه نور حبیب جلال وویل، د پنجشېر استیناف څارنوالۍ نوی رئیس کارپوه او پېژندل شوی کس دی، په عدلي او قضایي ادارو کې روښانه مخینه لري او همدارنګه له مسلکي دانش سربېره په دغو ادارو کې له کافي تجربې برخمن دی.

ښاغلي جلال د یاد ولایت د استیناف څارنوالۍ نوي رئیس ته په اشارې وویل، هیله ده د تېرو لاسته راوړنو د ساتلو سربېره د عدالت د ټينګښت او د قانون یو ډول تطبیق برخه کې هڅه وکړي. نوموړي د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ د مخکني رئیس له کړنو او لاسته راوړنو هم مننه وکړه.

ورته مهال څارنپال علیم جان علیم د پنجشېر استیناف څارنوالۍ نوي رئیس د لوی څارنوالۍ د مشرتابه پلاوي او د جمهور رئیس له اعتماد څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې په پوره امانتدارۍ او بې پرې توګه به د پنجشېر خلکو ته خدمت کوي.

ښاغلي علیم وویل، د کایناتو ثبات پر عدالت ولاړ دی او قانون په ټولنه کې د عدالت د ټيګښت لپاره اړین دی، چې د قانون تطبیق او ټولنه د هوساینې لور ته بیایي. د نوموړي په خبره، لویه څارنوالي هڅه کوي، د قانون په تطبیق سره، ټولنه کې عدالت په ښه توګه ټينګ کړي.

محمدامین صدیقي د پنجشېر مالي او اداري مرستیال د یاد ولایت د استیناف څارنوالۍ مخکني رئیس له کړنو مننه وکړه او د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ نوي رئیس ته یې مبارکي ورکړه. نوموړي لویه څارنوالي یوه حساسه، عدالت محوره او مسؤولیت پذیره اداره یاده کړه.

له بلې خوا شمس الله جاوید د پنجشېر استیناف څارنوالۍ پخواني رئیس وویل، چې له تېرو دوو کالو راهیسې یې وکولای شو، له نورو ادارو سره د عدالت د ټينګښت او د قانون تطبیق په موخه همغږي رامنځته کړي او په دې برخه کې يې ګڼې لاسته راوړنې هم درلودلې دي.