د پکتیا استیناف څارنوالۍ کې د مسلکي زده کړو روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

دغه پروګرام د پکتیا استیناف څارنوالۍ ۲۵ ملکي او نظامي څارنوالانو ته د څلورو ورځو لپاره جوړ شوی و، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم پر ۱۵ پای ته ورسېد.
د دغه پروګرام موخه د څارنوالانو د حقوقي او مسلکي پوهې لوړاوی بلل شوی دی.
د یاد شوي ولایت د استیناف څارنوالۍ رئیس سیدعنبر پاچا د دغه پروګرام پر وروستۍ ورځ وویل، د څارنوالانو د مسلکي پوهې لوړاوی د څارنوالانو پر ښو اجرااتو نېغ په نېغه اغېز کوي او هڅه دې وشي، چې څارنوالان دې برخې ته توجه وکړي.
ښاغلي پاچا د پروګرام ګډونوالو ته په اشارې زیاته کړه: «د عدالت د تأمین او د قانون د حاکمیت په موخه هڅه وکړئ، چې د خپلې حقوقي او مسلکي پوهې لوړاوي برخه کې زیار وباسئ.» نوموړي همداراز زیاته کړه، لویه څارنوالي تل د خپلو ملکي او مسلکي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېل پروګرامونه جوړوي او دا لړۍ به همداسې دوام ولري.
د یادونې وړ ده، چې په دغه څلور ورځني پروګرام کې ۲۵ ملکي او نظامي څارنوالانو ګډون کړی و او د مسلکي برخې د اړوندو بېلابېلو موضوعاتو په هکله يې روزنه ترلاسه کړه.