د پکتیا استیناف څارنوالۍ ۹۸ قضیو ته رسېدنه کړې

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۳:۲۹
ago

د پکتیا استیناف څارنوالۍ ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې ۹۸ قضیو ته رسیدګي کړې ده، چې له دې شمېره ۳۴ قضيې د اتهامنامو تر جوړولو او د تحقیق تر بشپړولو وروسته محکمو ته لېږل شوې دي. همداراز څلور قضيې حفظ او درې قضيې اړوندو مراجعو ته لېږل شوې دي، ۳۰ قضيې هم مسترد شوې، ۳۵ قضيې تر جلب او کشف لاندې دي او پر ۱۷ قضیو دا ریاست لا هم کار کوي.

په دغو قضیو کې ۱۳ قضيې د قتل، ۱۱ د غلا، ۱۶ د نشه يي توکو، ۱۰ د اداري فساد، ۱۶ له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړاوي، درې قضيې د ترافیکي جرایمو او ۲۹ هم د نورو متفرقه جرایمو په تړاو دي.

دغو قضیو ته د رسیدګۍ له درکه ۶۵۳ زره او ۱۳۴ افغانۍ نقدي جریمه د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې ده او یو میل کلاشنکوف، ۳۰ مرمۍ او یو میل تمانچه هم مصادره شوي دي.

همداراز دغه ریاست د روان کال په دویمه ربع کې خپل ۱۱ کارکوونکي د ظرفیت لوړاوي په موخه روزنیزو ټولګیو ته معرفي کړي دي.