د پکتیا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست کارکوونکو ته جوړ شوی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

yama_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۴:۴۹
پکتیا

د پکتیا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت څلورګونو ملکي او نظامي ریاستونو رییسانو، آمرینو، مسلکي او اداري کارمندانو او د څوارلس ګونو ولسوالیو ملکي او نظامي آمرینو، مسلکي او اداري کارکوونکو ته د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دندو او واکونو قانون په اړه د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی سیمینار د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الثاني پر ۱۵ پای ته ورسېد.

د دغه سیمینار موخه د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو د ظرفیت لوړوای او په ټولو اداراتو کې په ښه توګه د مشرتابه د فرمانونو، حکمونو او هدایاتو عملي کول او نظارت ښوول شوې ده.

دا سیمینار چې د پکتیا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، د دغه ولایت د رهبرۍ مقام، امنیه قوماندانۍ او د ولایت ملکي او نظامي ادارو مسوولینو برخه اخیستې وه.

په دې غونډه کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت رییس شیخ الحدیث مولانا خیال محمد محمدي په خپله وینا کې له مرکز څخه راغلي پلاوي او د ولایت مقام له رهبرۍ څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د مشرتابه ټول فرمانونه، احکام او هدایات به عملي کوي.

پکتیا

ورته مهال د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ښې حکومتولۍ سکټور عمومي رییس شیخ عبیدالله ثاقب د پکتیا د ټولو ملکي او نظامي مسوولینو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: «د نظام د ښه پرمخ بیولو او پاېښت لپاره اړینه ده، چې د ا.ا.ا د امیرالمومنین حفظه الله فرمانونه او حکمونه عملي شي.»

له بلې خوا د پکتیا د ولایت مرستیال مولوي انعام الله په خپلو خبرو کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست مهمه اداره وبلله او د دغه ولایت پر ټولو مسوولینو یې غږ وکړ، چې د مشرتابه فرمانونه، حکمونه او هدایات عملي کړي. نوموړي همداراز د دغه ولایت مسوولینو ته په اشارې وویل: «د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو پوښتنو ته په وخت او ورین تندي معلومات ورکړئ او هر ډول تسهیلاتو برابرولو کې ورسره مرسته وکړئ.»

د پکتیا ځينو نورو مسوولینو هم په خپلو خبرو کې د دا ډول سیمینارونو د جوړېدو د هرکلي ترڅنګ له دغې ادارې سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د هېواد په کچه د دغې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه کمېټې جوړې کړي او عملاً یې د روزنیزو سیمینارونو د جوړولو لړۍ پیل کړې، چې په ځينو ولایتونو کې پای ته رسېدلي او ځینو نورو کې دوام لري.