د پکتیکا استیناف څارنوالۍ په مرغومي میاشت کې ۷۲ قضيو ته رسیدګي کړې
د پکتیکا استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په مرغومي میاشت کې ۷۲ قضیو ته رسیدګي کړې ده او د تورن پر وړاندې تر اقامه دعوا وروسته دا قضيې محکمې ته لېږلې دي.
په دغو قضیو کې ۳ قضيې د قتل، ۷ د غلا، ۱۳ د نشه يي توکو، ۹ د مالي او اداري جرایمو، ۲ قضيې د ترافیکي جرمونو او نورې هم د بېلابېلو جرمونو قضيې دي.
د پکتیکا استیناف څارنوالۍ ریاست، اته قضيې د اتهامنامې او صورت دعوا تر ترتیببولو وروسته د دغه ولایت ابتداییه محکمې ته استولې دي. همداراز یې ۱۱ قضيې استیناف محکمې ته استولې دي، ۱۴ قضيې هم هم د تمیز حکم د غوښتنې په موخه سترې محکمې ته لېږلې او ۱۶ قضيې هم نهايي شوې. دغه ریاست وايي، چې پر ۱۲ قضیو لا هم کار روان دی، ۸ قضيې د تحقیق په پړاو کې دي او ۳ قضيې هم د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې دي.
یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې د الکولي مشروباتو له کبله ۱۰ زره او مجرم ته د تېښتې د زمینې د برابرولو له کبله ۳۰ افغانۍ او د وسلې د قاچاق له کبله ۱۰ زره افغانۍ تثبیت او د دولت خزانې ته يې لېږلې دی. همداراز یو میل پيکا وسله، ۲۶۴ ګرامه تریاک، ۸۸۱ ګرامه چرس هم له تورنو څخه مصادره شوي دي.