د پکتیکا استیناف څارنوالۍ څارنوالانو ته د مسلکي ظرفیت لوړونې څلور ورځنی پروګرام پای ته ورسېد

د پکتیکا استیناف څارنوالۍ څارنوالانو ته د مسلکي ظرفیت لوړونې څلور ورځنی پروګرام پای ته ورسېد دغه پروګرام د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو انستیتیوت ریاست په مرسته د یاد ولایت د استیناف څارنوالۍ ۲۵ ملکي او مسلکي کارکوونکو ته جوړ شوی و، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم پر ۲۲ پای ته ورسېد. یاد پروګرام کې د جزایي دعوا د تحریک، اتهامنامو، صورت دعوا، د محکمې پر فیصلو اعتراض او د ګڼو نورو موضوعاتو په هکله ګډونوالو ته زده کړه ورکړل شوه. د پکتیکا استیناف څارنوالۍ رئیس اسدالله وزیري د دغه پروګرام په ورستی ورځ وویل، لویه څارنوالي هڅه کوي تر څو د دغې ادارې کارکوونکو ظرفیت لوړ کړي، چې له دې سره به د دې ډول پروګرامونو ګډونوال له نویو حقوقي موضوعاتو سره بلد شي. ښاغلي وزیري دا ډول روزنیز پروګرامونه د ظرفیت لوړونې برخه کې اړین بولي او له څارنوالانو سره د بشپړې څېړنې، قانوني پرېکړو، د عدالت تأمین او د جزایي موضوعاتو حل او اجرااتو برخه کې مرسته کوي. هغه د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو انستیتیوت ریاست څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې ورته نور روزنیز پروګرامونه پراخ کړي؛ تر څو نور کارکوونکي هم له دا ډول پروګرامونو برخمن شي. د یادونې وړ ده، چې د لويې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو انستیتیوت هر کال څه باندې سل ورته روزنیز پروګرامونه د مرکز او ولایتونو مسلکي او ملکي کارکوونکو ته جوړوي او دغو پروګرامونو د لويې څارنوالۍ د کارکوونکو په ظرفیت لوړاوي کې رغنده رول لوبولی دی.