د ښځینه فوټبال لوبغاړو دوسیه محکمې ته وسپارل شوه

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۱ - ۱۱:۲۴
ago

د هېواد د ښځینه فوټبال لوبغاړو د جنسي ځورونې دوسیه څه موده وړاندې د یوې نړیوالې ورځپانې له خوا نشر شوې وه. دا دوسیه د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۲۰ له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې محکمې ته واستول شوه.

په رسنیو کې د یادې دوسیې تر نشر وروسته، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څانوالۍ هم د یادې قضیې د هر اړخیزې او عادلانه څېړنې په موخه پلاوی وټاکه. دغه پلاوي د هېواد د ننه او بهر  د یادې  قضیې په اړه څېړنې وکړې او د څېړنو تر بشپړاوي  وروسته یې یاده دوسیه محکمې ته واستوله.

د دغې قضیې په اړه د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخواني رئیس په شمول د یاد فدراسیون د جنرال سکرتر، د ګول کیپرانو کمېټې مسؤول، د ولایتونو د اړیکو مسؤول، د فدراسیون د رئیس سکرتر او امنیتي مسؤول تورن وپېژندل شول.

د هغې دعوې پر بنسټ چې د مؤظفو څارنوالانو له خوا ترتیب شوې، یاد کسان د جنسي تېري، ځورونې، له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې او جرم پټولو په تورونو تورن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یادو تورنو کسانو څخه د څېړنې پر مهال دوی ممنوع الخروج و او دندې یې د تعلیق په حالت کې وې.  

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS