د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ ابتداییه څارنوالۍ د تحقیق څارنوال د رشوت اخیستلو په تور ونیول شو

Hussain_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۱۲:۵۱

د کنټرول او مراقبت عمومي څارنوالۍ، د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ ابتداییه څارنوالۍ د تحقیق څارنوال د ۴۰ زرو افغانیو رشوت اخیستلو پر مهال په بالفعل ډول ونیوه. دا تورن د لویې څارنوالۍ ۱۸۰ شمېرې ته د یوه هېوادوال د شکایت پر اساس د اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو په همکارۍ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي پر اوومه نیول شوی دی.

شکایت کوونکي ۱۸۰ شمېرې ته او په خپلې عریضې کې ویلي، چې د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ ابتداییه څارنوالۍ د تحقیق څارنوال له نوموړي ۱۰۰ زره افغانۍ غوښتې وې، چې د خپل ورور قاتل ته له محکمې د اعدام یا د حبس دوام غوښتنه وکړي.

د شکایت کوونکي د وینا پر اساس، تورن په پرله پسې ډول له نوموړي لومړۍ ۱۰۰ زره، بیا ۵۰ زره افغانۍ غوښتې، چې په پایله کې پر ۴۰ زرو افغانیو سره سلا شوي وو.

د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ د شکایت تر اخیستلو، تحلیل او ارزونې او د لویې څارنوالۍ د مقام تر هدایت وروسته، تورن د ۴۰ زرو افغانیو رشوت اخیستلو پر مهال د نجراب ولسوالۍ اړوند سیمو کې په بالفعل ډول ونیوه او تورن تر پوښتنو لاندې دی.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالي تل له فساد سره مبارزه کړې او په ورستیو کلونو کې یې د لويې څارنوالۍ ځینې مسلکي او غیرمسلکي کارکوونکي او د نورو ادارو کارکوونکي د رشوت اخیستلو په تور نیولي دي.