د کشف الحال لپاره د متهمینو د بندي کولو د صلاحیت او بند د مودې په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان

mozamil_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۲:۵۵
د کشف الحال لپاره د متهمینو د بندي کولو د صلاحیت او بند د مودې په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان

که یو متهم کس وي چي په اړه یې د کشف الحال ضرورت وي، یوازي امنیتي او استخبارتي مسؤلین کولای سي چي د کشف الحال په غرض یې بندي کړي، چي د بند موده به یې لسو ورځو ته نه رسوي، که د کشف الحال لپاره زیات وخت ته ضرورت و بیا دي د محکمې څخه تمدید اخلي، همدارنګه هیڅوک نه سي کولای چی تر بند وروسته د محکمې د حکم پرته بندي خوشي کړي، د بند په موده کي دي د هر قسم تعذيب ورکولو څخه اجتناب کیږي، ځکه چي د تعذیب او تعزیر صلاحیت یوازي د محکمې سره دی، که نور څوک بې له محکمې یو چا ته تعذیب او تعزیر ورکوي؛ دا عدالت نه بلکي ظلم دی، د ظلم مخنیوی واجب او د ظلم پریښوول حرام دي.

والسلام

د اسلامي امارت مشرتابه مقام