د کنترول او مراقبت څارنوالۍ د عمومي ریاست او د کابل ښار د پنځو زونونو د استیناف څارنوالیو د رئیسانو تر منځ مشورتي ناسته وشوه
دا ناسته د کنترول او مراقبت څارنوالۍ د عمومي رئیس محمد نواب احمدزي او د کابل ښار د پنځو زونونو د رئیسانو او د یادې ادارې د ځينو کارکوونکو په ګډون د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۱۳ د کنترول او مراقبت څارنوالۍ په ریاست کې وشوه.
د یادې شوې ناستې موخه د کنترول او مراقبت څارنوالۍ ریاست او د یادو شویو زونونو د ریاستونو تر منځ همکاري او همغږي وبلل شوه.
د کنترول او مراقبت څارنوالۍ عمومي رئیس محمد نواب احمدزي په دغې ناسته کې وویل، چې د کنترول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست مکلف دی، چې د دغې ادارې د کارکوونکو د مقام، عزت او حیثیت ساتلو دفاع وکړي. ښاغلي احمدزي زیاته کړه: «د دغه ریاست یو له عمده دندو څخه د مکافاتو او مجازاتو ترویجول دي.»
د کنترول او مراقبت څارنوالۍ عمومي رئیس همداراز وویل، دا ریاست مکلفیت لري، چې په دغې اداره کې نظم راولي. د ښاغلي احمدزي په خبره، له مراجعینو سره نیک چلن په یاده اداره د خلکو باور زیاتوي. د نوموړي په خبره، دغه ریاست په بېلابېلو رنګونو کې د مراجعینو د پېژندلو لپاره ځانګړي کارتونه په نظر کې نیولي دي. ښاغلي احمدزي زیاته کړه: «دغه ریاست په پام کې لري، چې د مراجعینو د شکایت ثبتونې په موخه د ۱۸۰ شمېرې سربېره په دغه اداره کې د شکایتونو صندوقونه هم نصب کړي.»
له بلې خوا د ولایتي کنترول او مراقبت څارنوالۍ رئیس عبدالفتاح شفیق دا ناسته د ادارو تر منځ د همغږۍ په برخه کې اغیزناکه وبلله او زیاته یې کړه، چې د عدالت د ټینګښت او د اداري فساد د مخنیوي لپاره د ادارو تر منځ همغږي یو اصل دی.
په ورته مهال د کابل ښار د پنځو زونونو د استیناف څارنوالیو رئیسانو، په ادارو کې د اداري فساد د لاملونو د پېژندنې په اړه خبرې وکړې او د دغې ناوړه پدیدې د له منځه وړلو په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
