د کندهار استیناف څارنوالۍ رئیس معرفي شو

Hussain_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۹:۴۸
kankahar

د کندهار استیناف څارنوالۍ رئيس سلام جان قلمیار د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۳ د مراسمو په ترڅ کې معرف او په کار يې پيل وکړ.

د نوموړي د معرفۍ په غونډه کې د لویې څارنوالۍ د سرچینو او ادارې عمومي رئيس وحیدالدین ارغون، د کورني او بهرني امنیت ضد جرایمو سره د مبارزې عمومي رئیس شمس الله احمدزي، د کندهار مالي او اداري مرستیال فیصل شیرزي، د استیناف محکمې رئیس ثمرګل عمري او د کندهار ولایت ځینو مقاماتو ګډون کړی و.

د سرچینو او ادارې عمومي رئیس وحیدالدین ارغون په دې غونډه کې وویل، په لویه څارنوالي کې د بدلونونو موخه سمونونه او کار اهل کار ته سپارل دي. نوموړي د عدالت پر تأمین او د قانون پر یوشان تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د سمونونو، د قانون د تطبیق او د عدالت د تأمین په موخه د کندهار د استیناف څارنوالۍ له نوي رئیس سره دې همکاري او لازمه هماهنګي وشي.

په ورته وخت کې د کندهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال فیصل شیرزي په دې غونډه کې د عدالت پر تأمین او له عدلي او قضايي بسټونو سره پر همغږۍ ټینګار وکړ او د کندهار استیناف څارنوالۍ نوي رئيس ته یې ډاډ ورکړ، چې په یادو شویو برخو او له اداري فساد د مبارزې په برخه کې به له دوی سره اوږه په اوږه ولاړ وي.

د کندهار استیناف څارنوالۍ نوي رئیس د لویې څارنوالۍ له رهبرۍ مننه وکړه او ويې ویل، د دغه ولایت د خلکو په همکارۍ به د عدالت د تأمین او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې پوره پوره هڅه کوي.

بلخوا کندهار ولایت ته د لویې څارنوالۍ استول شوي پلاوي د دغه ولایت له والي روح الله خانزاده سره هم لیدلي دي.

ښاغلي خانزاده وویل، د ولایت مقام یو اساسي لومړیتوب، له اداري فساد سره جدي مبارزه ده. نوموړي د کندهار استیناف څارنوالۍ نوي رئيس ته ډاډ ورکړ، چې د عدالت د تأمین، د قانون د یوشان تطبیق او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې به له دغه ریاست سره همکار وي.