د کندهار استیناف څارنوالۍ ریاست د نوی ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۳۰ - ۱۵:۳۷
کندهار

د دغې ودانې چارې د کندهار ښار یوولسمې ناحیې اړوند د عینو مینې ښارګوټي په اداري کمپلکس کې د ۷۶ میلیونه او ۸۶۷ زره او ۸۴۷ افغانۍ لګښت سره په شپږ جریبه ځمکه پېل شو. دغه ودانۍ چې چارې به یې په اتلس میاشتو کې بشپړې شي، د ۶۹ کاري خونو، درې سالونونو، ۲۵ تشنابونو، اشپزخانې او د ځینو نورو اسانتیاوو سره په درییو پوړونو کې جوړېږي.

د دغې ودانۍ د چارو د جوړېدو مراسمو کې حیات الله حیات د کندهار والي، عیسی خان ابراهیم خیل د یاد ولایت د استیناف څارنوالۍ رییس، د دغه ولایت د عسکرۍ او د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرایمو څارنوالیو رییسانو، د ښار جوړولو رییس او د یاد ولایت ځينو نورو مسوولینو ګډون درلود.

کندهار

د کندهار والي حیات الله حیات په دغې غونډه کې وویل، چې د دغې ودانۍ د جوړېدو سره به د استنیاف څارنوالۍ کاري چاپیریال سم او د مراجعینو ستونزې به حل شي. هغه همداراز د دغې ودانې د سم او اساسي شکل په جوړیدو ټينګار وکړ او له قراردادي شرکت څخه یې وغوښتل ترڅو یاده ودانۍ په سم او خپل وخت سره بشپړه کړي.

له بلې خوا د کندهار استنیاف څارنوالۍ رییس عیسی خان ابراهیم خیل وویل، چې د دغې ادارې رهبري فساد سره د مبارزې، د عدالت او قانون ټینګښت او د لرې پرتو ولسوالیو فعالولو سره سره د ډیرو ولایتونو استیناف څارنوالیو ریاستونو ته نوې ودانۍ هم جوړې کړې دي او دا لړۍ په چټکۍ دوام لري.

د یادونې وړ ده چې لویې څارنوالۍ په تېر مالي کال کې د ځینو ولایتونو د استیناف څارنوالیو ریاستونو ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارلي او د ځینو نورو یې د بنسټ ډبره کېښودل شوی ده.