د کنړ استیناف څارنوالۍ ۱۳۷ قضیو ته رسیدګي کړې ده

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۱۷:۱۶

د کنړ استیناف څارنوالۍ ریاست د روان ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۱۳۷ جنایي قضیو ته رسیدګي کړې ده.

د دغو قضیو له ډلې ۱۴ د وژنې، ۱۶ د غلا، ۱۳ د ترافیکي جرمونو، ۸ د مخدره توکو جرمونو، ۵ د اخلاقي جرمونو، ۳ د مالي او اداري جرمونو، ۳ له ښځو سره د تاوتریخوالي جرمونو او ۷۴ نور بیا د نورو بېلابېلو جرمونو اړوند دي.

د یادو قضیو له ډلې بیا پر ۶۵قضیو ابتداییه او استیناف محکمو حکم کړی دی. ۱۹ قضیې د الزام کافي دلایلو د نشتون له کبله حفظ شوي، ۴ قضیې اړوندو مراجعو ته لېږل شوي او د ۱۴ قضیو محاکماتي پړاونه بشپړ شوي دي. همداراز اوسمهال ۱۷ نورې قضیې د دغه ریاست تر کار لاندې دي.

د کنړ استنیاف څارنوالۍ ریاست دغو قضیو ته د رسیدګۍ له اړخه بیا ۸۹۰ زره او ۴۰۰ افغانۍ نقدي جزا تثبیت کړې او د دولت د عوایدو حساب ته لېږلې دي.