د ۱۴۴۲ هـ.ق کال د ۱۱۵ج۶ ګڼه د هدایاتو د څار او تعقیب په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله حکم
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو د اورېدلو وزارت ته دنده سپارل کېږي چې په زیاتو لګښتونو د بې ضرورته دوه یم، درېیم او څلورم واده څخه د مسوولینو د منعه کولو په اړه هدایات چي د ۱۴۴۲ هـ.ق په ۱۱۵ج۶ ګڼه فرمان سره صادر شوی، په جدي ډول تعقیب کړي، کوم څوک چې د یادو هدایاتو څخه تخلف کوي، هغه په نښه او وخت په وخت د مشرتابه مقام ته خپل راپور وړاندې کړي.
والسلام
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث
مولوي هبة الله اخندزاده