سرپل استیناف څارنوالۍ د ۱۳۹۸ کال له پیله تر دې دمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۱ قضیې څېړلې دي

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۳ - ۱۰:۵
png

په دغو قضیو کې ۲۴ د وهنې ډبونې، دوې د ټپي کېدو، دوې په کم عمر کې د نکاح کولو، دوې په بدو کې د ورکړې، درې د سپکاوي- کنځا او ګواښ کولو، درې د جنسي تېري، درې د ځورونې او درې نورې د هغه تاوتریخوالي په اړه دي چې د مرګ سبب شوې دي.

د تورنو کسانو د عدلي تعقیب په موخه دا قضیې د پولیسو، ښځو چارو ریاست او د زیانمن شوو د لیکلو شکایتونو له مخې، سرپل استیناف څارنوالۍ ته رسېدلې دي.

له دې جملې څخه اووه قضیې بشپړې شوې، ۱۸ د زیانمنو د انصراف او دوې د مناسبو دلیلونو د نشتون له امله حفظ شوې، درې تر جلب لاندې، درې د ابتدایي محکمې تر کړنو لاندې او په شپږ نورې د همدې ریاست تر کار لاندې دي.