سمنګان ولایت کې د نوامبر ۲۵ (د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې نړیواله ورځ) ونمانځل شوه

ago_admin
جمعه ۱۳۹۸/۹/۸ - ۲۲:۱۴
سمنگان

په دغه نمانځغونډه کې چې د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ پر درېیمه د سمنګان استیناف څارنوالۍ کې وشوه، د امنیتي ادارو مسؤولینو، د ولایتي شورا، علماوو شورا او مدني ټولنې غړو، قومي مشرانو، د معلولینو استازو او د سمنګان ولایت د دولتي او نادولتي بنسټونو مسؤولانو ګډون کړی و.

د سمنګان استیناف څارنوالۍ رئیس څارونکي نیازمحمد راسخ په دغه پروګرام کې وویل، چې یاد ریاست د ۱۳۹۸ کال له پیل څخه تر دې دمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۱ قضیې څېړلې دي.

سمنگان

د هغه په خبره، له دې شمېرې څخه ۲۴ قضیې د وهنې ډبونې، جنسي تېري، ټپي کونې، ځورونې او اجباري نکاح په اړه دي چې د پاخه عمره کسانو له خوا ترسره شوې دي. ښاغلي راسخ زیاته کړه، چې له دې جملې څخه پنځه قضیې بشپړې شوې، شپږ په محاکماتي پړاوونو کې دي، اته قضیې د مناسبو دلیلونو د نشتون له امله حفظ شوې، درې قضیې اړونده مراجعو ته استول شوې او دوه نورې د همدې ریاست تر کار لاندې دي. د ده په خبره، له ۴۷ قضیو څخه ۱۷ یې د ماشومانو د سرغړونو په اړه دي.

د سمنګان استیناف څارنوالۍ رئیس همداراز د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر عواملو خبرې وکړي او زیاته یې کړه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یو عمده عامل د ښځې او مېړه د حقونو څخه د دوی ناخبري ده.

د هغه په باور، د ممبر، رسنیو، ټولنیزو شبکو، مدني ټولنو د فعالانو او نورو هغه بنسټونو له لارې، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي لپاره مبارزه کوي، کولاي شو یاده ناوړه پدېده له منځه یوسو.