سمنګان کې له درې کسیزې ډلې څېړنه وشوه
محمد صادق د خالبای زوی د سمنګان مرکز جوی زندان کلي کې د ۱۳۹۸ کال د غويي پر ۱۳ ووژل شو او په دې تړاو امنیتي مسؤولینو درې کسان نیولې دي.
د سمنګان استیناف څارنوالۍ له یادې درې کسیزه ډلې څخه تحقیقات کړي او دا تحقیقات د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي پر ۲۳ بشپړ شوي دي.
د قضیې مؤظف څارنوال په خپله دعوه کې، د وژل شوې کس د پلار د خبرو پر بنسټ ویلي، چې قاتلانو د ده له زوی څخه د غیر اخلاقي عمل (لواطت) غوښتنه کړې، مګر زوی یې تر مرګه د دوی پر وړاندې مقاومت کړی دی.
د قضيې څېړنې د مؤظف څارنوال د دعوې پر بنسټ، دغې ډلې محمد صادق د شیریخ خوړلو په پلمه په فرعي لار شیریخ خوړنځي ته بېولی او په همدې لاره یې له نوموړي څخه ناروا غوښتنه کړې ده.
د محمد صادق پلار د څېړنې پر مهال ویلې، چې زوی یې د یادو تورنو کسانو څخه د یو کس د تکراري ټیلفوني اړیکو له مخې له کوره وتلی، چې په پایله کې مو د نوموړي بې روحه جسد د یاد ولایت د روغتون له سړې خونې را وایست.
که څه هم یادې ډلې انکار او ناخبرې ښودلې؛ خو د یادې قضیې مؤظف څارنوال په خپله دعوه کې، د اسنادو او شواهدو له مخې اووه لازم دلیلونه د دوی پر وړاندې ترتیب کړي او له محکمې یې غوښتنه کړې، چې یادو تورنو ته د جزا کود د ۵۴۷ مادې له مخې جزا ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې د دغې قضیې دوه تورن په نظارتخونه کې دي او یو یې په احضاري ضمانت سره ازاد شوی دی.