غزني استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۳۵۴ قضیو ته رسیدګي کړې

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۱۴:۳۰

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي ټولې قضيې په بې پرې توګه د قانون په رڼا کې څېړي. د دغې ادارې رهبري تل ټینګار کوي، چې هېڅوک له قانونه لوړ نه دي او هېڅ مجرم نه بښل کېږي. له دې کبله د غزني استیناف څارنوالۍ ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۳۵۴ قضیو ته رسیدګي کړې ده.

په دغو قضیو کې ۱۸ قضيې د قتل، ۱۳ د تهدید، اته د ضرب و جرح، ۱۴ د مجروحیت، ۱۱۱ د غلا، درې د اخلاقي جرایمو، ۴۹ د نشه يي توکو، ۱۱ د اداري فساد، ۷۹ د ملي امنیت او عامه ګټو ضد جرایمو، ۲۱ د ترافیکي جرمونو، ۲۸ د متفرقه جرمونو، ۷۵ قضيې هم له ښځو سره د تاوتریخوالي قضيې دي.

له دې ډلې ۶۹ قضیي د اتهامنامو تر ترتیب وروسته محکمو ته لېږل شوې دي، ۹ قضيې بشپړې شوې، ۲۳ قضيې د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ، ۴۲ قضيې د تحقیق تر بشپړېدا وروسته اړوندو مراجعو ته لېږل شوې او ۱۷ قضيې تر تحقیق لاندې دي. یادو شویو قضیو ته د رسیدګي له کبله ۳۵۴ کسان تورن پېژندل شوي دي.

دغو قضیو ته د رسیدګۍ له درکه ۱۸۱ زره افغانۍ نقدي جزا د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې ده. همداراز ۲۶۳ ګرامه هیرویین، ۲۰ ګرامه شیشه، یو کیلو او ۷۲۳ ګرامه چرس او ۷۰۰ ګرامه تریاک هم کشف او ضبط شوي دي.