فراه استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په مرغومي میاشت کې ۱۱۹ قضیو ته رسیدګي کړې

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۹:۱۲

په یادو شویو قضیو کې ۳ مورده د قتل، ۲۲ د غلا جرایمو، ۳۸ مورده هم د نشته يي توکو، ۲ قضيې د ترافیکي جرمونو، ۸ د اداري فساد، ۸ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۳۸ هم د نورو بېلابېلو جرمونو په تړاو قضيې ثبت شوې دي.

له دې ډلې د ۲۷ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او پر اساس یې ۲۲ کسان په بند او نقدي جزا محکوم شوي دي.

د یادو ثبت شویو قضیو له شمېره، ۳۴ قضيې د ۵۳ کسانو په مظنونیت ابتداییه محکمې، ۲۴ قضيې د ۲۷ کسانو په مظنونیت استیناف محکمې ته استول شوې دي، چې ۲۹ مورده د تېرې میاشتې هم په دې شمېر کې راغلي دي.

همدارزا پر ۶۲ قضیو لا کار روان دی او د تحقیقاتو تر بشپړولو او صورت دعوا تر ترتیبولو وروسته به محکمو ته واستول شي او یوه قضیه هم د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې ده.

دغو قضیو ته د رسیدګۍ له کبله اووه زره افغانۍ نقدي جزا تثبیت او دوه زره يې په امانت ډول او پنځه زره هم د دولت خزانې ته سپارل شوې ده. همداراز ۱۶۱ ګرامه هیرویین، پنځه کیلوګرامه تریاک، ۲٫۵۰۹ کیلوګرامه چرس، ۷٫۵ لیتره الکولي مشروبات او یو موټر هم د بېلابېلو قضیو د څېړلو په پایله کې ضبط شوي دي.