له ایرانه ۶۰ استرداد شوي بندیان ازاد شول
د ۱۳ مېرمنو په ګډون له ایرانه ۶۰ رالېږدول شوي بندیان چې څه موده مخکې هېواد ته رالېږدول شوي وو، د نسبتي دوسیو د ارزونې او د اړوندو محکمو د پرېکړو وروسته د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر ۳۰ د د هرات د استیناف څارنوالۍ او محکمې د رئیسانو، د ولایتي شورا د استازو او د هرات د محبس د رئیس په حضور ازاد شول.
د هرات استیناف څارنوالۍ ریاست سرپرست نصیر احمد بحیر په دغه پروګرام کې د اړوندو نهادونو د همکاريو مننه وکړه او په دې برخه کې يې پر زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ. ښاغلي بحیر ازاد شویو بندیانو ته په اشارې سره وویل: «ستاسې ازادېدنه د هېواد د نافذه قوانینو له مخې قانوني حق دی او تاسې د مجازاتو د تعدیل له مخې، د ازادېدو مستحق یاستئ.»
نوموړي ټینګار وکړ، چې د هرات استیناف څارنوالۍ له ایرانه رالېږدول شویو بندیانو د دوسیو ارزونې ته ژمنه ده او هر قضیه به ډېر ژر د حکم د اصدار په موخه محکمو ته ولېږي.
د یادونې وړ ده، چې ۶۰۹ افغان محبوسین چې د ایران اسلامي جمهوري دولت په زندانونو کې بندیان وو، د افغانستان او ایران اسلامي جمهوریت هېوادونو ترمنځ د بندیانو د استراداد د هوکړه لیک له مخې هېواد ته رالېږدول شوي دي.