له دوکاندارانو (اصنافو) څخه د لوحې د فیس د راټولولو د ممنوعیت په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان

mozamil_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۷
له دوکاندارانو (اصنافو) څخه د لوحې د فیس د راټولولو د ممنوعیت په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان

لومړۍ ماده:

(۱) له دوکاندارانو (اصنافو) څخه د لوحې د فیس راټولول منع دي او د هغه له اخیستلو څخه دي ډډه وشي.

(۲) په ښاروالیو پوري له اړوندو لوحو او له هغو لوحو څخه چي جواز یې د ښاروالۍ له خوا صادر شوی دی، د فیس راټولول د دې فرمان د لومړۍ مادې په (۱) فقره کې له درج شوي فرمان څخه مستثنی دي.

دوه‌یمه ماده:

دغه فرمان د صدور له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کي دي خپور شي.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث

مولوي هبة الله اخندزاده