له سوداګرۍ څخه د ملاتړ او له خصوصي سکتور سره د ښه تعامل په هکله د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان

mozamil_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۰:۵۳
له سوداګرۍ څخه د ملاتړ او له خصوصي سکتور سره د ښه تعامل په هکله د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان

لومړۍ ماده:

د جغرافیايي موقعیت، د هېواد اقتصادي اهمیت، د سیمي وروستي اقتصادي او سیاسي بدلونونو، د سوداګرۍ د معیاري کولو، د صادراتو د ډېروالي او د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د پایه دارو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت حاکمیت، د خصوصي سکتور او کورنیو تولیداتو د هڅولو او ملاتړ په پام کي نیولو سره لاندي مراتب منظوروم:

(۱) وزارتونه او اړوندې امارتي ادارې مکلفې دي، د هېواد د سوداګریزو او اقتصادي مصالحو په پام کي نیولو سره، په بندرونو، عبوري نقطو او لویو لارو کي د سوداګرۍ لپاره لازمې آسانتیاوي برابرې کړي.

(۲) په مرکز او ولایتونو کي د وزارتونو او امارتي ادارو مسئولین او کارمندان مکلف دي، د هېواد له نافذو تقنیني سندونو سره سم د خصوصي سکتور له فعالانو سره ښه چلند وکړي او په اړوندو اجراآتو کي له تعلل او ځنډ څخه مخنیوی وکړي.

(۳) وزارتونه او امارتي ادارې مکلفې دي، د هېواد د داخلي صنایعو د ودې او ځان بسیایني په منظور د امکان تر بریده د هېواد له کورنیو تولیداتو څخه ګټه واخلي.

دوه یمه ماده:

دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کي دي خپور شي.

والســــلام

امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث

مولوي هبة الله اخندزاده