له مراجعینو سره ښه چلن او قناعت ورکول زموږ دنده ده

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۶ - ۱۱:۲۱
parwan

دا خبره د پروان استیناف څارنوالۍ رئیس محمد شریف مهربان شیرزاد، د یاد ریاست د ابتدایه څارنوالیو د څارنوالانو په نهه(۹) کسیزه لومړۍ میاشتنۍ ناسته کې وکړه.

دا ناسته د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر لومړۍ د پروان په استیناف څارنوالۍ کې وشوه.

ښاغلي شیرزاد په دغه ناسته کې، د عدلي او کشفي بنسټونو تر منځ پر همکارۍ او همغږۍ، د مراجعینو ستونزو ته پر وخت رسیدګۍ او په ولسوالیو کې د قانون د تطبیق او عدالت ټینګښت د موانعو او ګواښونو پر پېژندلو ټینګار وکړ. نوموړي همداراز د جزایي اجرااتو قانون د ۱۰۰ او ۱۴۵ مادې ته په کتو د قضیو پر وخت څېړلو ټینګار وکړ او ویې ویل، قضیې باید پر وخت، ځېرکۍ او بې پرې توګه وڅېړل شي.

د پروان استیناف څارنوالۍ رئیس په یاده ناسته کې خپلو همکارانو ته وویل: «قانوني چوکاټ کې له مراجعینو سره ښه چلن او د ناقانونه توقیفونو مخنیوی وکړئ.» نوموړي همداراز وویل هغه قضیې چې نامنظمې وي، جدول کې دې درج او یاد ریاست ته دې وسپارل شي.