له نشو څخه د مخنیوي او معتادانو د تدواي په هکله د اسلامي امارت د مشرتابه مقام فرمان

mozamil_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۹:۸
له نشو څخه د مخنیوي او معتادانو د تدواي په هکله د اسلامي امارت د مشرتابه مقام فرمان

دا چې د نشيي توکو استعمال په تدریجي ډول د یوه انسان ژوند له ګواښ سره مخ کوي، اسلامي نظام مکلفیت لري چې خپل وګړي له هر ډول نشو څخه راوګرځوي؛ د ټولو ولایتونو والیان دي په خپلو ولایتونو کې د نشیې توکو د استعمال څخه د خلکو د مخنیوي په برخه کې لازم اقدامات وکړي، کوم خلک چې تر دې وړاندي په نشو روږد دي د هغوی لپاره دي داسي مرکزونه جوړ کړي چې د علاج اسانتیاوي ولري او د تداوي لپاره دې په عاجله توګه اړین تدابیر ونیسي.

والسلام

د اسلامي امارت مشرتابه