له وظیفه يي واکه د ناوړه استفادې په تور د فراه د امنیه قوماندانۍ د آمریت دفتر د آمر قضیه محکمې ته ولېږل شوه
د فراه استیناف څارنوالۍ ریاست دا قضیه د تحقیق او اتهامنامې تر ترتیب وروسته د حکم د صادرېدو په موخه د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۳۰ د دغه ولایت ښاري ابتداییه محکمې ته ولېږله.
د څارنوال په وینا، مظنون د مقرراتو پر خلاف له خپلې دندې څخه په ناوړه استفاد، یو غل بې له دې چې جرمي سوابق يې وکتل شی، په ضمانت ازاد کړی دی.
دا په داسې حال ده، چې د مظنون توقیف او پرېښوول د جزایي اجرااتو قانون د ۸۸ مادې له مخې د څارنوال واک دي.