له کشفي او امنیتي بنسټونو سره د څارنوالۍ همغږي د قانون د حاکمیت او د عدالت د لا ټینګښت سبب کېږي

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۰ - ۱۷:۶
parwan

د پروان د استیناف څارنوالۍ رئیس څارنونکي محمد شریف مهربان شیرزاد، د څارنوالۍ د بېلابېلو برخو او کشفي او امنیتي بنسټونو تر منځ د همغږۍ په ناسته کې په یاده مسله ټینګار وکړ. په دغه ناسته کې چې د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر څلورمه وشوه، د یاد ولایت د څارنوالۍ د بېلابېلو برخو کارکوونکو، د امنیې قوماندانۍ، ملي امنیت ریاست او د زندان د مدیریت مسؤولانوګډون کړی و.

دا ناسته د قانون د تطبیق، عدالت ټینګښت او د هېوادوالو له حقونو او ازادیو د دفاع لپاره، د یادو بنسټونو تر منځ د پرلپسې همکاریو او همغږی په موخه وشوه.

د پروان د استیناف څارنوالۍ رئیس په دغه ناسته کې د ښو اجرااتو، د تورنو او محکومو کسانو د کشف پروسې او د نیونې قرارونو  کې پر نیمګړتیاوو او ولسوالیو په ځانګړې ډول ناامنه ولسوالیو ته د څارنوالانو د سفر پر مهال د دوی د امنیت د لا ټینګښت په اړه خبرې وکړې.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره وویل، چې د عدلي، قضایي، کشفي او امنیتي بنسټونو تر منځ همکاري او همغږي د یادو بنسټونو د اجرااتو بهیر چټکوي او ورسره عدالت تأمین او قانون په ښه ډول پلی کېږي.

د قرارونو تعمیل، د مظنونینو جرمي سوابق، د تورنو په اړه د عدلي طب نظریې، د دوسیو د پانو نښه او ټاپه کول، د نېونې پر مهال د تلاشۍ د محضر ترتیب، د پاڼو احاله، د مظنونیو معرفي او زندان ته استونه هغه مهم موارد دي، چې ښاغلي شیرزاد په دغه ناسته کې پرې ټینګار وکړ.