لويې څارنوالۍ د جنډر په اړه د پوهاوي دوه ورځنی پروګرام پيل کړ

hdsadmin
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲۷ - ۳:۳۶
7

د لويې څارنوالۍ جنډر ریاست د افغانستان د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام (JSSP) ادارې په مرسته د دغې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د جنډر په اړه د پوهاوي پروګرام پيل کړ.

دغه پروګرام د جنډر رئیسې لیدا حیدري په مشرۍ د ۱۳۹۶ کال د کب پر ۲۷ پيل شو او د دغه ریاست د آمرې نرګس نعیمي له لوري به د دوو ورځو لپاره د اړونده موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته روزنه ورکړل شي.

 د دغه پروګرام په پرانیسته کې لیدا حیدري وویل، چې د جنډر په اړه مقدماتي پوهاوی د ادارې هر کارکوونکي ته اړین دی او دا پروګرام هم د جنډر ریاست او د لويې څارنوالۍ د نورو ریاستونو تر منځ د لا همغږۍ لپاره ترسره کېږي.


په دغه پروګرام کې د لویې څارنوالۍ د بېلابېلو ریاستونو څخه پر مېرمنو سربېره نارینه وو هم ګډون کړی.

اغلې حیدري زیاته کړه: «د دغه پروګرام موخه په لویه څارنوالۍ کې د جنډر متوازنه وده او په ټولنه کې د ښځو او سړیو مسؤولیتونو ته د هغوی پام وراړول دي.»

د یادونې وړ ده، چې د جنډر ریاست به په نژدې راتلونکي کې دا ډول پروګرامونه ولایتونو ته هم وغځوي، چې د لويې څارنوالۍ په اداره کې د مېرمنو او سړیو تر منځ کاري همغږي پياوړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS