لوګر استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۶۱۰ قضيې څېړلې دي

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۳ - ۹:۳۲

لوګر استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۶۱۰ قضيې څېړلې دي

د لوګر استیناف څارنوالۍ ریاست دا قضيې د تحقیقاتي مراحلو تر بشپړولو او د تورنو پر وړاندې د صورت دعوا تر ترتیبولو وروسته اړوندو محکمو ته استولې دي.

د دغو قضیو له شمېره ۸۸ قضیې ابتداییه محکمو او ۱۳۸ استیناف محکمو استول شوې دي او د ۲۵ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او تورن يې په نقدي جزا او حبس محکوم شوي دي.

په دغو قضیو کې ۱۲ مورده د قتل، ۲۴ د غلا، ۷ د اخلاقي جرمونو، ۱۵ د نشه يي توکو، ۱۳ د اداري فساد، ۲۷ د ترافیکي جرمونو او ۶۷ هم د نورو بېلابېلو جرمونو په تړاو دي. په دغه ولایت کې تر ټولو ډېرې قضيې د ترافیکي جرمونو چې د قتل او غلا سبب شوې، ثبت شوې دي.

د یادو شویو قضیو له شمېره پر ۲۶ قضیو لا کار روان دی، چې د تحقیقاتو او صورت دعوا تر بشپړولو وروسته به محکمو ته واستول شي. ۶ قضيې هم د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او ۱۰ قضيې د کشفي پړاوونو د بشپړاوي په موخه اړوندو ادارو ته لېږل شوې دي.

د دغو قضیو د رسیدګۍ په پایله کې یو میلیون او ۳۳ زره او ۱۰۰ افغانۍ نقدي جریمه تثبیت شوې دي، چې له دې پيسو ۳۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ په امانت ډول، ۲۵۵ زره افغانۍ په کفالت بالمال ډول او ۷۴۵ زره ۶۰۰ افغانۍ د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې دي.

همداشان د دغو قضیو د رسیدګۍ په پایله کې ۱۸ میله وسله او ۵ موټرې ضبط او د لوګر مستوفیت ته سپارل شوې دي.

په ورته وخت کې د دغه ریاست۵۰ مسلکي او اداري کارکوونکي د ظرفیت لوړاوي په موخه بېلابېلو ښوونیزو پروګرامونو ته معرفي شوي دي.

د لوګر د استیناف څارنوالۍ ریاست ودانۍ هم په ۱۳۹۹ لمریز کال کې له انکشافي بودیجې په درې پوړونو کې په اساسي توګه د ۲۷ میلیونو او ۹۷۷ زرو افغانیو په ارزښت جوړه شوې ده.