لویه څارنوالي کې د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون په اړه د پوهاوي پروګرام ترسره شو

د لویې څارنوالۍ جنډر ریاست د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP) په مرسته د ښځو د ځورونې د مخنیوي قانون په اړه د پوهاوي یو ورځنی پروګرام د ۱۳۹۷ کال د وږي پر ۱۹ د مسلکي زده کړو انستیتیوت په تالار کې وکړ.
د پروګرام په پرانیسته کې د جنډر رئیسې لیدا حیدري وویل، چې په لویه څارنوالي کې د ښځو د ځورونې کمېټه د دغه ریاست د وړاندیز او د لوی څارنوال تر منظورۍ ورسته ایجاده شوې او موخه يې ښځو ته د خوندي کاري چاپيریال رامنځته کول دي.
اغلې حیدري زیاته کړه، د ښځو د ځورونې د مخنیوي قانون د پوهاوي او د یادې شوې کمېټې د جوړاوي پر موخو د پوهېدنې لپاره یې د UNDP ادارې په مرسته یو ورځنی پروګرام پيل کړی او لویه څارنوالي هڅه کوي، چې په راتلونکي کې ورته پروګرامونه ولایتونو ته هم وغځوي.
د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون په هکله د ولسي جرګې د غړو تقنیني طرحه د ۱۳۹۵ کال د مرغومي میاشت پر ۲۰ په درېیو فصلونو او ۲۹ مادو کې د ملي شورا د دواړو جرګو د ګډ پلاوي له خوا فیصله شوه.
د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون موخې د ښځو او ماشومانو د ځورونې مخینوی او ښځو او ماشومانو ته له ځورونې پرته د کار، ښوونې، زده کړې او روغتیايي خدمتونو د مناسب کاري چاپيریال چمتو کول دي.