لویې څارنوالۍ د درېیو کسانو دوسیه چې په بډو اخېستنه تورن و د غور ابتدایي محکمې ته واستوله

د غور استیناف څارنوالۍ، د درېیو کسانو په مظنونیت سره د ۱۱۰ زره افغانۍ بډو اخېستنې قضیه د څېړنو تر بشپړاوي وروسته، د ۱۳۹۸ کال د زمري پر ۱۲ د حکم صادرونې په موخه د یاد ولایت ښاري ابتدایه محکمې ته استولې ده.
د یادې قضیې عاملین د کشفي ادارو له خوا، په باالفعل ډول د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۱۶ نیول شوي او دوسیه یې د څېړنو لپاره د یاد ولایت استیناف څارنوالۍ ته استولې ده.
د مؤظف څارنوال د دعوې پر بنسټ، د کډوالو د بیا راستنېدو ریاست یو کارکوونکی، د کډوالو او بې ځایه شوو استازی او د یاد ولایت فیروزکوه ښار کې یو کس صراف د کډوالو د بیا راستنېدو پر مهال له هرې کورنۍ څخه د لس زره افغانیو رشوت په اخېستنه تورن شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له خوا د کډوالو د بیا راستنیدو پر مهال هرې افغانې کورنۍ ته ۲۰ زره افغانۍ ورکول کېږي، خو دوی یې د اجرا په بدل کې له هرې کورنۍ لس زره افغانۍ رشوت اخېستی.
د غور استیناف څارنوالۍ د لومړیو څېړنو په پایله کې مظنون صراف پر خپل جرم اعتراف کړی، چې ۹۰ زره افغانۍ یې د کډوالو او بیا راستنېدونکو ریاست کارکوونکي ته تسلیمولې. نوموړي همداراز ویلي، چې پاتې پیسې یې د کډوالو او بې ځایه شوو له استازې سره وېشلې.
د قضیې مؤظف څارنوال د جرم د ثبوت لپاره د اسنادو او شواهدو پر راوړنې، د اتهام نامې له ترتیب او د څېړنو تر بشپړاوي وروسته د یاد ولایت له ښاري ابتدایه محکمې غوښتي، چې پر یادو تورنو کسانو د جزا کود د ۳۵۸، ۳۸۴، ۳۷۰ مادې درېیمه فقره او ۳۷۲ مادې د څلورمه فقرې حکم تطبیق کړي.