لویې څارنوالۍ د دغې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز پروګرام پيل کړ

hdsadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۶/۱۰/۵ - ۱۳:۳۱
219

لویې څارنوالۍ د دغې ادارې د آمریت او مدیریت په کچه د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی روزنیز پروګرام پیل کړ.

د دغه پروګرام په پرانیسته کې د لویې څارنوالۍ بشري سرچینو رییس محمد ناصر همت او د دغې ادارې ګنو کارکوونکو ګډون کړی و.

ښاغلي محمد ناصر همت وویل، چې د افغانستان خلک سالمې ادارې ته اړتیا لري او موږ هغه وخت د ولس او حکومت تر منځ واټن رالنډوی شو، چې سالمه اداره ولرو.

ښاغلي همت زیاته کړه: «موږ باید کار اهل کار ته وسپارو، که کار وړ کسانو ته وسپارل شي، له موږ سره د سالمې ادارې په رامنځته کولو کې مرسته کولای شي.»

یاد شوی پروګرام د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت او د JSSP ادارې په مرسته پيل شوی او دوه ورځې به دوام وکړي. په دغه پروګرام کې به د لويې څارنوالۍ د ادارې آمرانو او مدیرانو ته د سالمې ادارې په اړه لارښوونه وشي او د سالمې ادارې په رامنځته کولو کې به ورته روزنه ورکړل شي.

د یادونې وړ ده، چې لویه څارنوالۍ به په نژدې راتلونکي کې د ریاستونو په سطحه هم ورته روزنیز پروګرامونه هم پيل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS