لویې څارنوالۍ هرات کې د ۱۳۹۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۴۳۹ قضیې څېړلې دي

ago_admin
شنبه ۱۳۹۸/۶/۹ - ۱۴:۴
logo

د هرات استیناف څارنوالۍ د راپور پر بنسټ، د ۱۳۹۸ مالي کال په لومړۍ او دویمه ربع کې یاد ریاست یو زر او ۴۳۹ قضیې څېړلې دي.

دا قضیې د نشه یي توکو، د وسلو د قاچاق، غلا، وژنې او ټپي کونې، دوکې، تزویر، اداري فساد، ترافیکي پېښو، اخلاقي جرمونو او د ښځو او ماشومانو پر ضد د تاوتریخوالي په اړه دي.

په یاد راپور کې راغلي، چې د یاد شمېر قضیو څخه ۲۰۰ د نشه يي توکو او د وسلو د قاچاق، ۱۵۱ د غلا، ۱۲۸ د عامه امنیت جرمونو( دوکې، تزویر، د لقب منسوبونې یا له نوم څخه د ناوړه ګټې اخېستنې او رشوت)، ۷۳ د وژنې، ټکونې او ټپي کونې، ۱۳ د اداري فساد، ۹۲ د ترافيکي پېښو، ۳۴ د اخلاقي جرمونو او ۱۵۸ د ښځو او ۱۲۸ نورې د ماشومانو پر ضد د تاوتریخوالي په اړه دي.

د یاد راپور پر بنسټ، د هرات استیناف څارنوالۍ د عدالت ټینګولو په موخه، یو زر او ۳۷۳ قضیې د اتهام نامې او صورت دعوې له ترتیب او د جرم د اثبات لپاره د لازمو دلیلونو او ثبوتونو تر راوړنې وروسته د هرات استیناف محکمې ته استولې، چې په اړه یې پرېکړې هم شوې دي.