لویې څارنوالۍ په روان لمریز کال کې د اداري فساد ۱۵۲۶ قضيې څېړلي دي

hdsadmin
یکشنبه ۱۳۹۶/۱۲/۶ - ۱۴:۲۷
226

یادې قضيې د غلا، له وظیفوي واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه او ورته نور داسې مسایل دي، چې د افغانستان قوانینو د فساد په نوم یاد کړي دي.

دا خبره د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي، د کب پر شپږمه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړه.

د رسولي په خبره یادې دوسیې، د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز، د فساد پر ضد ځانګړې څارنوالۍ او د عسکري څارنوالۍ له خوا څېړل شوې دي.

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز

جمشید رسولي وویل:« د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د کار له پیله تر اوسه د ۸۹ نظامي او ۳۳۷ ملکي قضیو په شمول ۴۲۶ قضیې یاد مرکز ته راجع شوې دي.»

ښاغلي رسولي زیاته کړه، ټولې قضیې چې یاد مرکز ته رسېدلي دي، ۷۳ قضیې اجرا شوې او ۱۷۴ قضيې زموږ له واکه بهر او اړونده ادارو ته راجع شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې له دې جملې څخه، ۴۱ قضیې د کشف تر پروسې لاندې دي او پر ۱۳۵ قضیو کار روان دی.

د لویې څارنوالۍ د ویاند په خبره، د نوموړو ۱۳۵ قضیو تر څېړلو وروسته، شپږ تنه د توقیف په حالت کې، ۵۴ تنه ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

 نوموړي وویل، د یادو قضیو له امله، ۱۱۸ تنه محکمه شوي، چې له دې جملې څخه ۱۰۱ تنه په نقدي او غیرنقدي مجازاتو محکوم شوي او ۱۷ تنو نورو برائت اخیستی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند زیاته کړه، چې د دې قضیو په پایله کې یو میلیارد او ۶۰۰ زره افغانۍ، نژدې ۴۹ میلیونه او ۵۰۰ زره امریکایی ډالر او ۳۰۰ زره پاکستانۍ کلدارې د دولت خزانې ته سپارل شوې او تر څنګ يې درې موټره او ۳۱۷ ګرامه طلا هم ضبط شوې ده.

د ملکي او نظامي اداري فساد قضيې

ښاغلي رسولي وویل، چې لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۶ مالي کال کې له یو زرو او ۱۰۰ څخه زیاتې ملکي او اداري قضيې څېړلي دي. نوموړي زیاته کړه، له دغو قضیو څخه تر ۷۰۰ زیاتې قضیې د اداري فساد پر وړاندې ملکي څارنوالۍ او ۴۰۰ قضیې په نظامي څارنوالۍ پورې اړه لري.

د ښاغلي رسولي په خبره، د یادو قضیو له جملې څخه ۱۴۹ قضیې خوندي شوې، ۱۰۹ قضیې د تحقیق د بشپړاوي لپاره کشفي مراجعو ته استول شوې دي او ۳۴۹ قضیې زموږ له واکه بهر او اړوندو ادارو ته راجع شوې دی.

هغه زیاته کړه، ۲۴۲ قضیې محکمې ته استول شوې دي، ۱۷۷ قضیې نهايي شوې او ۲۵۸ نورې قضیې د اداري فساد د جرمونو پر وړاندې د ملکي او نظامي څارنوالۍ د کار لاندې دي او په دغو قضیو کې د تېر کال هم یو شمېر قضيې شاملې وې.

ښاغلي رسولي د خپلو خبرو په دوام کې وویل، چې د دې قضیو په اړوند ۱۹۹ تنه محکمه شوي او په پایله کې يې تر ۲۲ میلیونه افغانیو او ۱۸۵ زره امریکايي ډالرو څخه زیاتې پيسې د دولت خزانې ته راګرځول شوې دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې لویه څارنوالي د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې له اداري فساد سره پرېکنده مبارزه کوي او هره قضیه به په پوره دقت نهايي شي.

 

 

 

 

 

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS