لویې څارنوالۍ په عسکري برخه کې ۱۴۰ جنايي قضيو ته رسېدنه کړې

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د عسکري مرستیالۍ له لارې د ۱۴۰۰ لمریز کال په غويي میاشت کې ۱۴۰ جنايي قضیو ته رسیدګي کړې ده.
د دغو قضیو له ډلې د ۸۹ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او تورن يې په نقدي جزا او حبس محکوم شوي دي.
په دغو قضیو کې شپږ قضيې د قتل، درې د غلا، یوه قضیه د اخلاقي جرم، دوه د نشه يي توکو، یوه قضیه د ترافیکي جرمونو، یوه قضیه د اداري فساد او همداراز ۱۲۶ قضيې د نورو جرایمو په تړاو دي.
له دغه شمېره درې قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او ۶۷ قضيې اړوندو مراجعو ته لېږل شوې دي.
د دغې مرستیالۍ له خوا، یادو قضیو ته د رسېدنې له درکه یو میلیون او ۲۰۵ زره او ۴۵۰ افغانۍ نقدي جزا تثبیت او د دولت حساب ته لېږل شوې ده.