لویې څارنوالۍ کورنیو چارو وزارت ته د تورنو د نیولو ۵۷۰۵ قراره استولي دي

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۱۶:۳۴
jamshid rasooli

د لويې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې وویل، چې دغې ادارې د ۱۳۹۵ لمریز کال څخه تر ۱۳۹۷ لمریز کال پورې د تورنو د نیولو هغه قرارونه چې له تطبیق څخه پاتې شوي و، د تطبیق په موخه کورنیو چارو وزارت ته سپارلي دي.

نوموړي دا خبره د کورنیو چارو وزارت له ویاند طارق آرین سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې نن د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر لومړۍ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې وکړه.

د لويې څارنوالۍ ویاند وویل: «لويې څانوالۍ د تورنو د نیولو د درېيو کالو پنځه زره ۷۰۵ دا قرارونه چې له مخې يې اووه زره ۶۳۹ کسان تورن بلل شوي دي، کورنیو چارو وزارت ته د تورنو کسانو د نیولو او د قانون منګولو ته د سپارلو لپاره استولي دي.»

د نوموړي په وینا، دا قرارونه د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه راټول شوي او تورن کسان په جنايي جرمونو، نشه يي توکو، له ښځو او ماشومانو سره د تاوتریخوالي او په اداري فساد جرمونو تورن دي.

ښاغلي رسولي وویل: «دا په دې مانا نه ده ده، چې د لويې څارنوالۍ قرارونه نه دي پلي شوي؛ بلکې تر دې مخکې د لویې څارنوالۍ د قرارونه له مخې تر دېرش زرو زیات کسان د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.»

د لویې څارنوالۍ ویاند وویل، لویه څارنوالي د قانون تطبیق او د عدالت تأمین ته ژمنتیا لري او له قانونه د تېښتې او معافیت فرهنګ پای ته رسېدلی دی. نوموړي تورونو ته په اشارې زیاته کړه: «د عدلي او قضایي ادارو دروازې ټولو ته خلاصې دي او تورن کسان دې د خپلو تورنو د سپیناوي په موخه عدلي او قضايي ادارو ته مراجعه وکړي؛ که نه ډېر ژر به د کشفي او امنیتي ارګانونو له خوا ونیول شي.»

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند په دغه خبري کنفرانس کې وویل، چې له یادو قرارونو څخه یو زرو ۲۴۷ قرارونه تطبیق شوي، چې پر اساس يې یو زرو ۶۳۷ تورن نیول شوي دي.

ښاغلي آرین زیاته کړه: «تر دې دمه ۱۳۷۳ قراره چې له مخې یې ۱۳۷۳ تنه تورن دي، د مختلفو ستونزو له کبله نه دي تطبیق شوي.» د نوموړي په وینا، په یو زرو او ۸۶ ناتطبیق شویو قرارونو کې هغه کسان شامل دي، چې د دښمن تر نفوذ لاندې سیمو کې اوسېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې یو زرو ۴۲۳ نورو قرارونو له مخې چې یو زرو ۴۲۳ تنه تورن دي، د نیولو هڅې یې روانې دي. نوموړي همداراز زیاته کړه، چې قانون پر ټولو یو شان پلی کېږي او او یاد وزارت د قانون تنفیذېدو ته ژمن دی.

د یادونې وړ ده، چې لويې څارنوالۍ او د کورنیو چارو وزارت د تورنو د نیولو د قرارونو د تطبیق ګډه کمېټه جوړه کړې، تر څو د تورنو د نیولو په برخه کې اسانتیا رامنځته شي. دغې کمېټې په ورستیو دوو کالو کې يې دوه زره ۱۷۵ قرارونه تطبیق کړي او د دغو قرارونو پر اساس يې دوه زره ۷۳۵ کسان عدلي او قضايي ادارو ته سپارلي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS