ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په غونډه کې د فراه استیناف څارنوالۍ رئیس؛ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۴۶۹ قضيو ته رسیدګي شوې

دا غونډه د لویې څارنوالۍ د مرکز او ولایتونو له خوا ملت ته د حساب ورکولو د غونډې په لړ کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر۲۰ د فراه ولایتي مقاماتو، مدني ټولنې غړو، متنفذینو، دیني علماوو او رسنیو په حضور کې ترسره شوه.
د فراه استیناف څارنوالۍ رئيس احمد شاکر کریمي په دې غونډه کې وویل، د عسکرۍ او کورني او بهرني امنیتي جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالیو په شمول په ۱۳۹۹ مالي کال کې يې ۴۶۹ قضيې د تحقیقاتو تر بشپړولو او او اقامه دعوا او شواهدو او مدارکو تر ترتیبولو وروسته محکمو ته لېږلې دي.
د فراه استیناف څارنوالۍ رئیس د قضیو د نوعیت په تړاو وویل، په دغه قضیو کې ۲۳ قضيې د قتل، ۱۵۸ د غلا، ۱۵ د اخلاقي جرایمو، ۶۲ د نشه يي توکو، ۷ د اداري فساد د جرایمو، ۲۵ د ترافیکي جرمونو او ۲۲ هم د ښځو د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړاوي او ۱۵۷ قضيې د نورو جرمونو په تړاو دي.
د فراه استیناف څارنوالۍ رئیس وویل، د یادو شویو قضیو له شمېره د ۱۲۵ قضیو محاکماتي مراحل بشپړ شوي او په تړاو يې ۱۷۶ کسان په نقدي جزا او بند محکوم شوي دي. نوموړي زیاته کړه، له دې ډلې ۲۰ مورده د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله ۲۷۱ مورده تر محاکماتي دوران لاندې دي.
د ښاغلي کریمي په وینا، یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې شپږ میلیونه ۹۹۶ زره او ۸۷۶ افغانۍ نقدي جزا تثبیت او یو میلیون او ۸۵۴ زره او ۲۸۹ افغانۍ د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې دي. همداراز ۹۱۷ ګرامه هیرویین، یو زرو ۵٫۷۳۰ کیلوګرامه تریاک، ۱٫۹۳۹ کیلوګرامه چرس، ۸۵ لیتره الکولي مشروبات، څلور میله وسله، یو لاسي بم او یو موټر هم ضبط شوي دي.
ښاغلي کریمي دغه ریاست ته د ځانګړې شوې بودیجې په اړه وویل، د ریاست د اړتیاوو پر اساس يې ۹۹٫۹ سلنه بودیجه لګولې ده.
د یادې شوې غونډې په پای کې د فراه استیناف څارنوالۍ د مسؤولانو له خوا د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.