ملت ته د دولت حساب ورکولو غونډه؛ کونړ استیناف څارنوالۍ ۴۶۱ قضيو ته رسیدګي کړې

د کونړ استیناف څارنوالۍ رئیس محمد موسی اسحاق ملت ته د دولت د حساب ورکولو په غونډه کې وویل، چې دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۴۶۱ قضيې ثبت او رسیدګي کړې دي.
دا غونډه د کونړ ولایت د عسکري او د کورنیو او بهرنیو جرمونو پر ضد څارنوالیو د رئيسانو، قومي مشرانو، دیني علماوو، د مدني ټولنې غړو او خبریالانو په حضور د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۱۶ وشوه.
د ښاغلي اسحاق په وینا، د دغو قضیو له ډلې ۲۶۶ قضيې ابتداییه محکمې او ۵۵ استیناف محکمې ته لېږل شوې دي او ۷۶ نورې قضيې هم د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او ۳۳ مورده هم اړوندو مراجعو ته او ۵۷ قضیې د دغه ریاست تر کار لاندې دي او همداراز ۹ قضيې تر جلب لاندې او د ۹۳ قضيو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي دي.
ښاغلي اسحاق د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، چې دغو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې دوه میله وسله، څه اندازه الکولي مشروبات، نشته توکي او چهارتراش لرګي مصادره شوي دي. نوموړي د نقدي جریمو په تړاو زیاته کړه، چې د کونړ استیناف څارنوالۍ ریاست له خوا په تېر مالي کال کې قضیو ته د رسیدګي په پایله کې یو میلیون او ۴۲۶ زره او ۱۰۰ افغانۍ نقدي جزا د دولت خزانې ته تحویل شوې ده.
د کونړ استیناف څارنوالۍ رئیس وویل، دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې خپله ۹۹ سلنه ځانګړې شوې بودیجه لګولې ده.
نوموړي د عدلي او قضايي بنسټونو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، له امنیتي او کشفي بنسټونو، د ولایت مقام او ولایتي شورا له وکیلانو سره يې د همغږۍ په موخه شپږ غونډې کړې دي. د نوموړي په وینا، په تېر مالي کال کې د عسکري او کورني او بهرني امنیت پر ضد ۲۵ څارنوالان د ظرفیت لوړاوي په موخه روزنیزو پروګرامونو ته معرفي شوي دي.
بلخوا د یادې شوې غونډې ګډونوالو له اداري فساد سره پر مبارزې، د عدالت پر تأمین او د قانون پر حاکمیت ټینګار وکړ او د دغه ولایت استیناف څارنوالۍ څخه يې په دې برخه کې د پرېکنده چلن له کبله مننه وکړه.
همداراز د غونډې په پای کې د کونړ استیناف څارنوالۍ له خوا د ګډونوالو پوښتنو ته په مفصله توګه ځوابونه ورکړل شول.