نصیر احمد نوربخش د ننګرهار استیناف څارنوالۍ د نوي رئیس په توګه معرفي شو

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۱۳:۳۹
ago

د ننګرهار استنیاف څارنوالۍ نوی رئيس پوهنوال نصیر احمد نوربخش د یوې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار د والي ضیاالحق امرخېل، د لويې څارنوالۍ د کورني او بهرني امنیت جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ عمومي رئيس شمس الله احمدزي، د دغه ولایت د استیناف محکمې رئیس، د ولایتي شورا غړو او د امنیتي بنسټونو د مسؤولانو په حضور د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۴ رسماً معرفي او پر دندې يې کار پيل کړ.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د نوموړي د معرفۍ په غونډه کې د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ د پخواني رئیس د کړنو ستاینه وکړه او نوي رئيس ته يې په خپلو چارو کې د بریا هیله مندي وښووله.

په ورته وخت کې د کورني او بهرني امنیت جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ عمومي رئيس شمس الله احمدزي وویل، چې په ادارو کې تغییر او تبدیل یو اصل ای او له ولایتي مسؤولانو یې وغوښتل، چې د عدالت د تأمین او د قانون د حاکمیت په برخه کې د دغه ریاست تر څنګ ودرېږي.

بلخوا د ننګرهار استیناف څارنوالۍ نوي رئیس نصیر احمد نوربخش د جمهوري ریاست د عالي مقام او د لویې څارنوالۍ د مشرتابه د باور مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې د عدالت د تأمین او د قانون د واکمنۍ په برخه کې به پرله پسې کوښښ کوي.