ننګرهار کې د عسکري ابتدایه څارنوالۍ ریاست نوې ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه

دا وداني په نظامي برخه کې د لوی څارنوال د مرستیال ډګر جنرال عبدالفتاح عزیزي، د بشري سرچینو د پراختیا عمومي ریاست او عسکري برخه کې د مالي او اداري چارو آمریت د ځينو مسؤولانو، د ننګرهار د امنیه قوماندان او د یاد ولایت د استیناف څارنوالۍ د رئیس په حضور د ۱۳۹۸ کال د وږي پر ۳۱ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
په عسکري برخه کې د لوی څارنوال مرستیال د یادې ودانۍ د ګټې اخېستنې په پروګرام کې وویل، چې دا پروژه به د یاد ریاست د کاري دفترونو د کمښت ستونزه حل او ترڅنګ به یې عدالت ته د خلکو لاسرسۍ زیات کړي. د نوموړي په خبره، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي تل هڅه کوي، هېوادوالو ته د غوره او پر وخت عدلي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره، د یادې ادارې کارکوونکو ته لازم سهولتونه او مناسب کاري چاپېریال برابر کړي.
د یادونې وړ ده، چې دا وداني پنځه کاري دفترونه لري او کارونه یې په شپږو میاشتو کې بشپړ شوي دي.