نورستان استیناف څارنوالۍ ۵۰ قضیو ته رسیدګي کړې
د نورستان استیناف څارنوالۍ ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۵۰ قضیو ته رسیدګي کړې چې له دې ډلې درې قضيې نهايي شوې او پاتې نورې د تحقیق، تعقیب او محکمو ته د لېږد په حال کې دي.
د یادو شویو قضیو له ډلې درې قضيې د قتل، شپږ د غلا، ۱۴ د مالي او اداري جرمونو، درې د نشه يي توکو، یوه – یوه د اخلاقي جرمونو او له ښځو سره د تاوتریخوالي، دوه قضيې د ترافيکي جرمونو او ۲۰ قضيې د بېلابېلو نورو جرمونو په تړاو دي.
یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ۱۶ زره افغانۍ نقدي جریمه راټوله او د دولت بانکي حساب ته لېږل شوې ده.