هرات کې د سرې میاشتې د پخواني رئیس په ګډون درې کسان محاکمه شول

د هرات ولایت عامه امنیت ابتدایي دیوان کې د یاد ولایت د سرې میاشتې پخوانی رئیس نورالدین د عبدالهادي زوی، اداري مدیر نجیب الله د حفیظ الله زوی او د آریا شرق میانه شرکت رئیس احمد فرزاد د فضل الحق زوی، د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ پر ۲۵ له واکه د ناوړه ګټې اخېستې په تور پر ۱۲ – ۱۲ زره افغانیو نغدي جریمه محکوم شول.
دا قضیه د ۱۳۹۷ کال د سلواغې پر لسمه د جمهوري ریاست د دفتر ریاست او چارو ادارې، مالیې وزارت، اراضي ادارې او ښار جوړونې ریاست د بیا کتنې ګډ پلاوي له خوا، څارنوالۍ ته د لاڅېړنو په موخه واستول شوه. قضیه د هرات ولایت د عیدګاه سړک ترڅنګ د سرې میاشتې ریاست د یوې ودانۍ د جوړونې په اړه ده چې د جوړونې قراداد یې د آریا شرق میانه شرکت سره شوی و.
د مؤظف څارنوال د صورت دعوې پر بنسټ، یادو کسانو د هرات د ښار جوړونې ریاست پر مټ، د سرې میاشتې وداني چې په ۱۰۰۴ متر مربع مساحت ځمکه او څلورو پوړو کې جوړېده، د ۱۳۹۱ کال د لړم پر ۱۸ د قرارداد او نقشې خلاف په ۵۱۳۴ متر مربع ځمکه او دوو پوړونو کې جوړه کړې ده. پر دې سربېره، د یادې ودانۍ کار د ۱۳۹۰ کال د زمري پر ۱۶ پیل شوی او د ۱۳۹۳ کال د مرغومي پر ۲۸ پای ته رسېدلي، په داسې حال کې چې د قراداد له مخې باید یاده ودانۍ په یو کال کې سرې میاشتې ته سپارل شوې وای.
د قضیې مؤظف څارنوال، د څېړنو تر بشپړاوي، صورت دعوې له ترتیب او له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې جرم د اثبات لپاره د اسنادو او شواهدو تر راوړنې وروسته د قضایي ناستې له پلاوي غوښتي، چې پر مجرمینو د جزا قانون ۲۸۵ او د جزا کود ۸۵ ماده پلې کړي.
د عامه امنیت ابتدایي محکمې قضایي پلاوي، نورالدین او نجیب الله له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور، د جزا کود د ۱۷ مادې په پام کې نیولو سره د جزا قانون د ۲۸۵ او احمد فرزاد یې په یاد جرم کې د لاس لرلو په تور د جزا کود د ۸۵ او ۲۸۵ مادې لومړۍ فقرې له مخې، پر ۱۲-۱۲ زره افغانیو نغدي سزا محکوم کړل.