پنجشیر استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۲۴۴ قضیو ته رسیدګي کړې ده

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۹
panjshair

پنجشیر استیناف څارنوالۍ دغه قضیې د اسنادو او مدارکو پر بنسټ له تحقیقاتي پړوانو تر بشپړولو او د تورنو پر وړاندې د دعوا اقامی وروسته محکمو ته لېږلې دي.

د دغو له ډلې ۲۱۱ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ کړي او له کبله یې ۸۰ تنه له درېیو میاشتو څخه تر ۳۰ کالو بند او نقدي جزا محکوم شوي دي.

د یادو قضیو له ډلې ۳ د وژنې، ۱۴ د غلا، ۳ اخلاقي جرمونه، ۳۳ د مخدره توکو، یو د اداري فساد قضیه، ۶ ترافیکي جرمونه، ۵۹ قضیې له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۱۲۵ نورې بیا د نورو جرمونو اړوند دي.

یاد ریاست دغو قضیو ته د رسیدګۍ له اړخه یو میلیون او ۱۱۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ نقدي جزا تثبیت کړي او د دولت قطعي حساب ته یې لېږلي دي.

همدارنګه د مخدره توکو قضیو ته د رسیدګۍ له کبله ۳۰۷،۵۸۸ کیلو ګرامه چرس او ۱۳،۷۵۰ کیلو تریاک ضبط شوي دي.

پنجشیر استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې له محلي، امنیتي، کشفي او قضایي ادارو سره د ښې حکومتولۍ، د قانون د تطبیق، د عدالت د تأمین، له اداري فساد سره مبارزې او د ښو عدلي خدماتو د وړاندې کولو په موخه بېلابېلې ناستې کړې دي او په دغو ناستو کې یې پر ښې همغږۍ ټینګار کړې دی.

د یادولو وړ ده، چې دغه ریاست په میاشتني ډول د دغه ولایت له محبس، د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه او نظارت خونې څخه لیدنه کړې او د محبوسینو د قانوني ستونزو د هواري په موخه یې اړین اقدامات کړې دي. همدارنګه د محبوسینو د اصلاح او روزنې په موخه یې لنډمهال او اوږد مهال پروګرامونه هم جوړ کړې دي.