په امنیتي سکتورونو کې فساد سره د مبارزې کنفرانس به جوړ شي

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۶/۳/۳۱ - ۱۴:۳۹
50

"  

د کنفرانس جوړولو د کمېټې مقدماتي ناسته نن د چهارشنبې په ورځ د غبرګولي په ۳۱مه نېټه د لويې څارنوالۍ د نظامي چارو مرستیال ښاغلي عبدالفتاح عزیزي ترمشري  لاندې ترسره شوه.

په غونډه کې د لویې څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال وحیدالله ارغون، په پوځي چارو کې د اداري فساد جرمونو پر وړاندې د مبارزې څارنوالۍ رئیس او د لويې څارنوالۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس هم ګډون درلود.

د دغې ناستې ګډونوالو د کنفرانس د جوړولو څرنګوالي په هکله تفصیلي خبرې وکړې  او د کنفرانس جوړولو د اووه ګونو کمېټو مسؤولین هم په ډاګه کړل.

ښایي چې دغه کنفرانس به په نږدې راتلونکي کې د آمریکا د سولې انستیتوت په مرسته د هیواد لوی څارنوال له خوا په کابل کې ترسره شي.

"

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS