په بدخشان کې د بندیانو دوسيې بررسي شوې

Hussain_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۰ - ۸:۲۳
بدخشنان

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د سرپرست د هدایت پر اساس، په بدخشان کې د څارنوالۍ د بېلابېلو برخو د رئيسانو یوه پلاوي، د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر اوومه، په دغه ولایت کې له بندیانو سره مخامخ ولیدل او د هغوی دوسيې يې بررسي کړې.

د پلاوي د بررسۍ په پایله کې په ‌ډاګه شوه، د ۲۰ بندیانو دوسیې چې د ابتداییه او استیناف محکمو له خوا په اعدام محکوم شوي دي، د تمیز محکمې د حکم لپاره مرکز ته استول شوې دي.

د دغو بندیانو له ډلې د درېیو کسانو دوسيې د سترې محکمې د حق العبدي پرېکړې په موخه بیاځلي د بدخشان څارنوالۍ ته لېږل شوې دي او له دې لارې اړوندو محکمو ته لېږل شوې دي او د ۱۷ بندیانو د دوسیو په تړاو هم د تمیز محکمې حکم مواصلت نه دی کړی.

د زندانونو مدیریت له خوا د لویې څارنوالۍ پلاوي ته د ارایه شویو شمېرو له مخې، ۵۷۷ تنه په دغه ولایت کې بنديان دي چې له دې ډلې ۳۶۷ تنه يې د محکمو د قطعي حکم پر اساس بندیان شوي دي، د ۱۲۸ تنو دوسیې تر محاکماتي دوران لاندې دي او ۸۲ تنه تر توقیف لاندې دي او دوسيې به يې په قانوني وخت کې نهايي شي.

د بندیانو استازو په دغه لیدنه کې ټینګار وکړ، چې دوسيې يې په قانوني میعاد کې رسیدګي شوې او په دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته.