په بدخشان کې د دولت د قضیو د یوه کارکوونکي دوسیه محکمې ته واستول شوه

ago_admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۸:۵۱
badakhshan

د بدخشان استیناف څارنوالۍ د دغه ولایت د عدليې ریاست د دولت د قضیو مسلکي کارکوونکي قضیه چې د ۵۰ زره افغانیو په رشوت اخیستلو تورن و، قضیه یې د ۱۳۹۹ لمریز کال د تحقیق تر بشپړاوي وروسته د دغه ولایت ښاري ابتدايي محکمې ته واستوله.

تورن کس د کشفي ارګانونو او د بدخشان د استیناف څارنوالۍ د پلاوي په حضور کې د ۱۳۹۹ لمریز کال، د زمري پر ۱۹ د رشوت د اخیستلو پر مهال لاس په لاس نیول شوی او قضیه يې د عدالت د تأمین په موخه د بدخشان استیناف څارنوالۍ ته استول شوې ده.

د مؤظف څارنوال د صورت دعوی پر اساس تورن کس د شهیدانو وارثانو ته د ځمکې د پېرلو نرخ اخیستلو د کمېټې له غړي چې په ورته وخت کې د دغه ولایت د عدليې ریاست استازی هم و، د شهیدانو د وارثانو د ځمکې د وېش په بدل کې ۵۰ زره افغانۍ غوښتې وې. له دې سره سم د عدليې وزارت د استازي له خوا له کشفي کارکوونکو سره د موضوع تر شریکولو وروسته تورن کس له نوموړي د رشوت اخیستلو پر مهال د کشفي ارګانونو له خوا لاس په لاس نیول شوی دی.

مؤظف څارنوال د تحقیق تر بشپړولو وروسته د دغه ولایت له ښاري محکمې، د جزا کوډ د ۳۷۰ مادې د درېیمې فقرې او د همدغه قانون د ۳۷۱ او ۳۷۵ مادو تطبیق غوښتنه کړې ده.