په تخار ولایت کې د لویې څارنوالۍ مسؤولانو د دغه ولایت له بندیانو سره ولیدل او د هغوی دوسیې يې بررسي کړې

د افغانستان اسلامي جمهموري دولت لویې څارنوالۍ د سرپرست د هدایت پر اساس، په تخار ولایت کې د څارنوالۍ د بېلابېلو برخو رئيسانو ګډ پلاوي، د ۱۴۰۰ لمریز کال د سرطان پر اتمه، د دغه ولایت د زندان مدیریت په همغږۍ د بندیانو لیدنه وکړه او د هغوی دوسيې یې بررسي کړې.
د موظف پلاوي موندنې او د زندان د مدیریت ارایه شوې شمېرې ښيي، چې د ټولو زندانیانو له ډلې یوازې د اتو بندیانو دوسيې چې په اعدام او دوامدار حبس محکوم شوي، سترې محکمې ته لېږل شوې دي؛ خو تر دې دمه د سترې محکمې د تمیز محکمې پرېکړې وررسېدلې نه دي. همداراز د اتو نورو بندیانو دوسیې چې د محکمو د قضايي قرار پر اساس او د دوسیو د طی مراحل لپاره ټاکل شوې وه، مرکز ته واستول شي، د امنیتي شرایطو له کبله تر اوسه نه دې استول شوې.
له پلاوي سره د خبرو په ترڅ کې د دغه ولایت بندیانو ویلي، چې د دوی دوسیې په قانوني میعاد کې رسیدګي شوې او په دې برخه کې ستونزه نه لیدل کېږي.