په تقنیني سندونو، کتابونو او رسالو، مکتوبونو، قضايي فیصلو او د صلحي او مصالحې خطونو په پیل کي د "بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیم"، حمد او صلوة د لیکنې په هکله د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی فرمان
لومړۍ ماده:
(۱) د تقنیني سندونو، کتابونو او رسالو په پیل کي دي بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیم، حمد او صلوة ټول ولیکل شي.
(۲) د تقنیني سندونو په پیل کي دي بسم الله الرحمن الرحیم، حمد او صلاة په لاندي متن ولیکل شي:
"بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیم، الحمد لله رب العالمین و الصلاة و السلام علی سید المرسلین و علی آله و اصحابه اجمعین."
دوه یمه ماده:
د مکتوبونو، قضايي فیصلو، د صلحي او مصالحې د خطونو په پیل کي دي یوازي "بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیم" ولیکل شي.
درېیمه ماده:
وزارتونه او امارتي ادارې مکلفې دي په خپلو اجراآتو کي د دې فرمان په لومړۍ او دوه یمه ماده کي درج شوي حکمونه رعایت کړي.
څلورمه ماده:
دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کي دي خپور شي.
والســــلام
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث
مولوي هبة الله اخندزاده