په راڼه ډول د امارتي عوائدو د راټولولو او په لګښتونو کي د سپما په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان
لومړۍ ماده:
د وزارتونو او امارتي ادارو مسئولین او کارکوونکي مکلف دي، د امارتي عوائدو په راټولولو کي روڼتیا او په اړوندو لګښتونو کي سپما رعایت کړي.
دوه یمه ماده:
د مالیې وزارت مکلف دی، په مالي چارو کي خلکو، وزارتونو او ادارو ته لازمې آسانتیاوي برابري کړي.
درېیمه ماده:
دغه فرمان د صدور له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کي دي خپور شي.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث
مولوي هبة الله اخندزاده