په لغمان ولایت کې د ۱۱۸ قضیو ثبت او رسیدګي

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۳:۴۲
ago

د لغمان استیناف څارنوالۍ ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې ۱۱۸ قضيې ثبت او رسیدګي کړې دي.

له دغه شمېره پنځه مورده د قتل، ۱۶ د غلا، څلور د اخلاقي جرمونو، اته د ترافیکي جرمونو، ۱۱ د مالي او اداري جرمونو، ۲۳ له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړاوي، ۲۰ قضيې د کورني او بهرني امنیت ضد جرایمو او ۳۰ هم د نورو متفرقه جرمونو په تړاو دي.

دغه ریاست ۸۵ قضيې د اتهامنامو او صورت دعوا تر ترتیب وروسته ابتداییه محکمې او ۸۶ يې هم استیناف محکمې ته لېږلې دي.

یادو شویو قضیو ته رسېدنې له درکه ۱۷۹ زره او ۶۰۰ افغانۍ نقدي جریمه راټوله او د دولت حساب ته لېږل شوې ده.