په هيواد کي د بنګو د کښت د ممنوعیت په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان

mozamil_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۲:۱۴
په هيواد کي د بنګو د کښت د ممنوعیت په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان

لومړۍ ماده:

(۱) په ټول هېواد کي د بنګو د بوټو کښت په مطلق ډول منع دی، له دې څخه وروسته هیڅوک نه شي کولای په خپلو ځمکو کي بنګي وکري.

(۲) که چېري څوک په خپلو ځمکو کي بنګي وکري، کښت یې له منځه وړل کېږي.

(۳) د کورنیو چارو وزارت او نور کشفي ارګانونه مکلف دي، چي د دې مادې په (۱) فقره کي د درج شوي حکم سرغړوونکي محکمې ته وروپېژني.

(۴) محکمې مکلفي دي، چي د دې مادې په (۱) فقره کي د درج شوي حکم سر غړوونکي له شرعي حکمونو سره سم مجازات کړي.

دوه یمه ماده:

دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کي دي خپور شي.

والســـــلام

امیرالمؤمین شیخ القرآن والحدیث

مولوي هبة الله اخندزاده